اوکراين خبر ورکړی چي د روسيي يوه جنګي بيړی يي ويشتلي او غرقه کړي

د اوکراین د وسله والو ځواکونو په وینا، یوه روسی بېړۍ، سيسر کوینیکوف، د روسیې تر ولکې لاندې کریمیا ساحل کې ډوبه شوې ده. د چهارشنبې په سهار د قوی چاودنو راپور ورکړل شو ، او ځایی ټولنیزو رسنیو خبر ورکړ چې کښتۍ په نښه شوې.

اوکراین څو ځله په کریمیا کې د روسیې د تور سمندرګی بیړۍ په نښه کړې ده.

د اوکراین د استخباراتو ریاست هغه ویډیو خپره کړې چې ليدل کيږي د ماګورا V5 بحری بې پیلوټه الوتکې په کښتۍ باندې برید کوی.

په اوکراین کې د روسیې بشپړه جګړه به راتلونکې اونۍ دریم کال پيل کړي او د اوکراین د وسله والو ځواکونو مشر اعتراف کړی چې وضعیت ډیر پیچلی دی.

د روسیې سمندری ځواکونو دا نه دی تایید کړی چې سيسر کوینیکوف په تور سمندرګی کې غرقه سوي