د اوکراین د وسله والو ځواکونو د عمومي قوماندې له خوا په خپره سوې اعلامیه کي ویل سوي، چي دا شمېرې د جګړې په ترڅ کي د روسي ځواکونو د تلفاتو د نوي ارزوني پایله ده.
باید وویل سي، چي روسیه د جګړې له پیل راهیسي د خپلو ځواکونو د تلفاتو په اړه رسمي معلومات نه خپروي.
د یادوني وړ ده، چي په دغه جګړه کي د دواړو خواوو د تلفاتو کره ارزونه ستونزمنه ده، ځکه چي د جګړې په اړه معلومات ډېر ځله د تبلیغاتو او ستراتیژیکو موخو لپاره بدلېږي.
دغه جګړې دواړو هیوادونو ته ستر بشري او اقتصادي زیانونه هم اړولي دي.
بل خوا د کورسک والي وايي، اوکرایني ځواکونو په دغه سیمه کي د الګوف ښار په نښه کړی، چي په پایله کي یې یو کس ټپي سوی.
کورسک د روسیې یوه له هغو سیمو څخه ده چي اوکرایني ځواکونو يې د روان کال په اګست میاشت کي له یرغل وروسته یوه برخه ونیوله.