اوکرایني چارواکي : د روسیې شاوخوا ۱۵ بې پیلوټه الوتکو پر اوکراين بريدونه کړي

د اوکراین د پلازمېني کییف د پوځي چارو د ادارې مشر وایي، د دې هیواد د هوایي مدافعې ځواکونو د پنجشنبې په سهار وختي د روسیې شاوخوا ۱۵ بې پیلوټه الوتکي د دې ښار پر سر را ایله کړي دي.
هغه پر ټیلیګرام چینل لیکلي چي د دغه برید په ترڅ کي چي پنځه ساعته یې دوام وکړ، د ایستل سویو بې پیلوټه الوتکو ټوټې د پلازمېني پر سیمي رالوېدلي، خو ځاني او مالي زیانونه یې نه‌دي اړولي.
د اوکراین هوایي ځواکونو همدارنګه ویلي چي د روسیې یو شمېر بې پیلوټه الوتکي، په چرنیهیف، پولتاوا، چرکاسي، سومي او وینیټسیا کي هم ویشتل سوي دي.
په عین حال کي د روسیې دفاع وزارت ویلي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي یې د اوکراین ۱۱۳ بې پیلوټه الوتکي د بلګورود، ورونژ، کورسک او بریانسک سیمو کي را ایله کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *