اوکرایني چارواکي وايي، اوکرایني ځواکونو په تور سمندرګي کي دروسیې د ګازو یوه زېرمه په نښه کړې ده.

د اوکراین د سمندري ځواکونو ویاند وایي، چي د اوکراین سمندري ځواکونو په تور سمندرګي کي د روسیې د ګازو د استخراج پر یوه پخواني پلټفارم برید کړی او زیان یې وراړولی دی.
د هغه په وینا، روسي ځواکونو له دې ځایه په جي‌پي‌ایس یا لار پلټونکي سیستمونه کي تېروتني اچولې څو د ملکي کښتیو حرکت له خطر سره مخامخ کړي.
دا معلومات په خپلواکه توګه د تایید وړ نه دي او مسکو یې تر اوسه په اړه تبصره نه ده کړې.