د اوکراین د انرژۍ وزیري ویلي، دې بریدونو د برېښنا ملي شبکه اړ کړې چي، د برېښنا د پرې کېدو بېړنۍ څانګه معرفي کړي.
د برېښنا د پرې کېدو بېړنۍ څانګي چي په بېړني ډول ښارونو ته برېښنا ورکوي، لهدې وړاندي په کییف، اودیسا، دنیپرو او دونیتسک کي فعالي سوي وې.
د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو دا بریدونه پهداسي حال کي دي، چي پهدې هیواد کي د تودوخي درجه صفر سانتي ګراد ته راکښته سوې ده.
پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته، روسیه په هر ژمي کي د دې هیواد د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي.
بل پلو، د اوکراین پوځ نن پر ټلېګرام چینل په یو پیغام کي په ټول اوکراین کي د هوايي او توغندیزو بریدونو خبرداری ورکړی دی.