د اوکراین د چارواکو په وینا، لږ تر لږه درې کسان د خارکیف په شمال ختیځ کې ټپیان سوي دي.
د خارکیف ښاروال په ټولنیزو شبکو کي لیکلي چي دغه ښار د روسیې د راکټي بریدونو له امله په نښه سوی دی.
د اوکراین د انرژۍ وزیر وايي، د روسیې توغندیز برید د دغه هیواد د انرژۍ سکتور په نښه کړی، خو دا یې ونه ویل چي د اوکراین د انرژۍ کوم مرکزونه په نښه سوي دي.
تر دې مخکي د اوکراین چارواکو پرون ویلي وه چي د کریوي ریه ښار کي د روسیې د بالستیک توغندیو په حمله کي یو کس وژل سوی او یوولس نور ټپیان سوي دي.