اوکراین د ایران له لوري روسیې ته د بالستیک توغندیو د استولو د احتمال له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وايي، چي روسیې ته د ایران له‌ خوا د بالستیک توغندیو د احتمالي استولو د راپورونو له پلوه ژوره اندېښنه لري.

دې وزارت په یوه بیان کي ویلي دي چي د تهران او مسکو ترمنځ د پوځي همکاریو پراختیا د اوکراین، اروپا او د منځني ختیځ لپاره یو ګواښ دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت پر نړیوالي ټولني ږغ کړی چي په دې برخه کي پر روسیې او ایران فشارونه زیات کړي.

له دې یوه ورځ مخکي د امریکا سي‌این‌این تلوېزیوني شبکې او وال‌ سټریټ ژورنال ورځپاڼي راپور ورکړ چي ایران روسیې ته د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي استولي دي.