د روسیې پوځ د کورسک سیمي لپاره ۴۰زره سرتېري ځانګړي کړي

د اوکراین ولسمشر وایي، د روسیې په جنوب کي پر کورسک سیمي د اوکراین د برید له کبله د روسیې پوځ اړ سوی چي ۴۰زره سرتېري دې سیمي ته ځانګړي کړي.
ولودمیر زیلینسکي دغه څرګندوني وروسته له هغه وکړې چي مسکو او کییف د کورسک سیمي اړوند وضعیت په اړه ضد او نقیضې څرګندوني وکړي.
د روسیې پوځ پرون د ورځي په پیل کي ادعا وکړه چي له سیمي د اوکرایني ځواکونو د ایستلو پر وړاندي جګړه کي یې پرمختګ کړی، خو د اوکراین پوځ وویل چي د روسیې یرغلیز برید یې پر شا تمبولی دی.
د اوکراین ځواکونو د اګست میاشتي په لومړیو کي پر کورسک یرغل وکړ چي تراوسه د دې سیمي پر یوې پراخي ساحې کنټرول لري.
د اوکراین ولسمشر ویلي چي کییف د دې سیمي د ساتلو نیت نه لري، خو هغه کولای سي چي د سولي په احتمالي خبرو کي د اوکراین له برلاسیتوب سره مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *