اى‌او‌ايم: په يوه اوونۍ کي نژدې یو لک کسان له افغانستانه وتلي دي

د ملګروملتونو کډوالو نړیوال سازمان “اى‌او‌ايم” وايي، په يوه اوونۍ کي نژدې یو لک کسان له افغانستانه وتلي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د نړيوال سازمان “اى‌او‌ايم” د نوي راپور پر اساس چي د یک شنبې په ورځ خپور سوی، د تېري اګسټ میاشتي له ۲۵مي تر ۳۱مي ۹۶ زره کسان له افغانستانه کډ‌وال سوي دي.

په‌دې راپور کي راغلي دي، چي دا کسان تر ډېره ایران او پاکستان ته تللي دي.

په راپور کي راغلي، ٦٧ زره او ٩٤٤ کسان ايران او ٢٨ زره او ٥٧٨ نور پاکستان ته کډوال سوي دي.

د “اى‌او‌ايم” په خبره له دواړو هیوادونو څخه په همدې موده کي ۶۳ زره او ٥٤٠ کسان بېرته افغانستان ته راستانه سوي دي.

“اى‌او‌ايم” زياته کړې چي له افغانستان څخه د وتلو کسانو شمېر د راستنېدونکو په پرتله ٣٤سلنه ډېر سوی.

د “اى‌او‌ايم” د راپور پر اساس د تیري اوونۍ په پرتله افغانستان ته د ستنو سويو او له افغانستانه د وتونکو کسانو شمېر ١۴سلنه ډېر سوى، چي يوازي ایران ته د تللو کسانو په شمېر کي ۵۹ سلنه د پام وړ زیاتوالی راغلی، چي په‌دې موده کي له افغانستان څخه د وتلو کسانو ۷۰سلنه جوړوي.