ایراني رسنیو خبر ورکړی، چي په تهران کي د غيرقانوني افغان وګړو پر کار کولو بنديز لګېدلی. د ايران صدا او سیما رسنۍ د تهران د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د ادارې د سرپرست وحید گلیکاني له قوله ویلي، چي له دې وروسته به په تهران کي غیرقانوني افغان کډوالو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي.
گلیکاني زیاته کړې: «زموږ یو له مهمو لومړیتوبونو څخه په کاري بازار کي د غیرقانوني کډوالو د ګمارني مخنیوی دئ. دا موضوع په ځانګړې توګه د قانوني مقرراتو د رعایت او د کاري ځواک د حقونو د ساتني په موخه خورا مهمه ده.»
بايد وويل سي، چي ايران دغه پرېکړه پر داسي مهال کړې، چي د سرطان د مياشتي له پيل څخه تر دې دمه ئې ۹۱ زره افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته ئې شړلي دي.