ايراني پوليسو د افغانستان څخه ايران ته د لس کيلو ګرامه هيروينو د قاچاق مخه نيولې

د ايران پوليسو خبر ورکړی، چي د دوغارون په ګمرک کي ئې هغه موټر نيولی، چي لس کيلو ګرامه هيروين ئې د افغانستان څخه ايران ته قاچاق کول.
د ایران د پوليسو په خبره، چي دغه هيروين ئې د موټر د تيلو په ټانکۍ کي په خورا مهارت سره ځای پر ځای کړي وو او غوښتل ئې چي ايران ته ئې انتقال کړي، چي د پوليسو د خوا نيول سوي دي.