د بشري حقونو سازمان ههنګاو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د ايران د قزوین په زاندان کي د يکشنبې په ورځ اعدام کړي دي. دغه سازمان زیاتوي چي دغه افغانان د نشه یې توکو د قاچاق په تور اعدام سوي دي. د دې راپور له مخې، ۲۷ کلن ربیع شاهمراد او ۴۰ کلن وسیم احمد د کندوز اصلي اوسېدونکي وو او درې کاله وړاندي د نشه یې توکو په يوه قضيه کي په ايران کي نيول سوې وه. د دغه سازمان په حواله دغه کسان ماما او خوريې وه.