ايران دوه افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي

د هه‌نګاه بشري سازمان چي د ايران څخه بهر فعاليت کوي، د جمعې په ورځ ئې په نشر سوي خبرپاڼه کي ويلي، چي د ايران حکومت د شېراز ښار په عادل اباد زندان کي د دوو افغانانو په ګډون پنځه تنه اعدام کړي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د ايران دولت دغه کسان د مخدره توکو د قاچاق په تور اعدام کړي.
د خبرپاڼي په حواله چي په اعدام سوو کسانو کي درې تنه ايراني او دوه افغان اتباع شامل وو.
د ايران حکومت تر اوسه پوري د دغو اعدام سوو کسانو په اړه معلومات نه دي رسنيز کړي.