ايران دوه افغان اتباع اعدام کړي

د ايران د بشر حقونو سازمان چي د ايران څخه بهر فعاليت کوي، د يکشنبې په ورځ ئې په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويلي دي، چي د ايران حکومت دوه تنه افغان اتباع د ايران د کرج په قزل حصار زندان کښي اعدام کړي دي.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي دغه زندانيان د قتل او جنسي تېري په تور اعدام سوي دي.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي، چي دغه اعدام سوي کسان شکرالله او احمدالله نوميږي، چي د څه مودې راهيسي د قزل حصار په زندان کښي بنديان وه او وروسته ئې اعدام کړي وه.
بايد وويل سي چي د ايران حکومت تر اوسه د يادو اعدامو سوو افغان اتباعو په اړه څه نه دي ويلي.