د ایران د بشري حقونو سازمان هنګاو (Hengaw) په خپل وروستي راپور کي ويلي دي، چي د روان ۲۰۲۵ ميلادي کال په اولو شپږو میاشتو کي د ایران حکومت ۴۰ تنه افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغانان د قتل، د نشه يي توکو د قاچاق، غلا او دې ته ورته نورو جرمونو په تور د ايران حکومت اعدام کړي دي.
بايد وويل سي چي د بشري حقونو نړۍوال سازمانونو له ایراني حکومته غوښتي، چي د افغانانو له اعدامولو لاس واخلي او ویلي ئې دي، چي دا کړنه د بشريت او انساني کرامت د حقونو سره په ټکر کي ده.