ايران د نشه يي توکو د قاچاق او قتل په تور څلور افغانان اعدام کړي

د ايران د بشري حقونو سازمان په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د ايران دولت څلور افغانان د قم په مرکزي زندان کي د چهارشنبې په ورځ اعدام کړي.
د دغه سازمان په وينا چي په اعدام سوو کسانو کي درې تنه ئې د نشه یي توکو د قاچاق او ساتلو په تور او يو کس ئې د قتل په تور تېره ورځ اعدام کړي.
د ايران د بشري حقونو سازمان په دغه خبرپاڼه کي ويلي، چي په اعدام سوو افغانانو کي درې کسان د يوې کورنۍ غړي وو.
بايد وويل سي، چي په تهران کي د ط..البانو سفارت د دغو اعدام سوو افغانانو په اړه تراوسه پوري په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.