ايران شپږ تنه افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي

هرانا بشري سازمان د چهار شنبې په ورځ په نشرسوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د ايران حکومت د سې شنبې په ورځ ۶ تنه افغانان اعدام کړي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه شپږ تنه په ايران کي د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅولو په تور اعدام کړي وو.
خبرپاڼه زياتوي، چي دغه شپږ تنه افغانان د ايران حکومت په بندرعباس زندان کي اعدام کړي وو.
بايد وويل سي، چي د ۲۰۲۵ ميلادي کال د پيل څخه تر اوسه پوري د ايران حکومت ۵۲ افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي.