ايراني رسنيو د پنج شنبې په ورځ په نشر سوي راپور کي ويلي، چي د ايران دولت د چهار شنبې په ورځ د ايران د زاهدان په مرکزي زندان کي يو افغان ځوان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړی.
د ايراني رسنيو د راپور د مخي دغه افغان ځوان نواب نومېدی، چي دوه کاله مخکي د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول سوی و او تېره ورځ د ايران حکومت اعدام کړ.
بايد وويل سي، چي نواب اصلي د افغانستان د فراه ولايت قلعه کاه ولسوالۍ اوسېدونکی و، چي د تېرو دوو کلونو راهيسي د ايران په زندان کي بندي و.