ايران يو شمېر افغان بنديان ط..البانو ته سپارلي

د ايران دولت یو شمېر هغه افغان بنديان چي په ايران کي د بېلابېلو جرمونو په تور نيول سوي وو، ط..البانو ته ئې د نورو قانوني کړنو په موخه سپارلي دي.
دغه افغانان چي په ايران کي د غلا، نشه يي توکو د قاچاق، قتل او نورو جرمونو په تور نيول سوي وو، د شنبې په ورځ په اسلام کلا کي ط..البانو ته سپارل سوي دي.
د ايران د رسنيو د راپور له مخي د ط..البانو او ايران د‌ دولت ترمنځ د بنديانو د تبادلې لړۍ روانه ده، چي له مخي به ئې يو شمېر افغان بنديان ط.. البانو ته وسپارل سي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو ته د سپارل سوو افغان بنديان شمېر څرګند نه دئ يوازي ايراني رسنيو ويلي چي دغه افغان بنديان په څلورو بس موټرو کي افغانستان ته انتقال سوي دي.