د هه نګاو بشري سازمان چي د ايران څخه بهر فعاليت کوي، د جمعې په ورځ ئې په خپل تازه خپاره سوي راپور کي ويلي دي، چي ايران په تېره جون مياشت کي د بېلابېلو جرمونو په تور لس تنه افغان وګړي اعدام کړي دي.
دغه سازمان زياتوي، چي د ايران دولت دغه افغان وګړي، د نشه يي توکو د قاچاق، قتل، جنسي تېری او جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي.
دغه سازمان مخکي خبر ورکړی وو، چي د ايران دولت د روان ميلادي کال د شپږو مياشتو په جريان کي ۶۱۷ تنه، چي ۴۰ تنه ئې افغان وګړي وو اعدام کړي وو.
بايد وويل سي چي ههنګاو د ایران د دولت له خوا د اعدامونو زیاتوالی، ناقانونه نیونو او نورې بشري سرغړوني د جدي اندیښنې وړ بللي دي او له نړۍوالو سازمانونو څخه ئې د ايران د دولت له خوا د دغه کړنو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.