ايران په يوه مياشت کښي اووه افغانان اعدام کړي

د هه نګاو د بشر حقونو سازمان څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د ايران دولت د روان ميلادي کال په مي مياشت کښي ۱۶۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي دي.
ياد سازمان وايي، چي په اعدام سوو کسانو کښي اووه تنه افغان اتباع شامل وه.
هه‌نګاو په خپل راپور کښي د اعدام سوو افغانانو د پېژندګلوۍ او پر هغوی د لګېدلو تورونو په اړه څه ویلي نه دي.