ايران ۷۰۰ زره ناقانونه افغان کډوال د خراسان رضوي د پولي له لاري ايستلي دي

په تېرو دولسو مياشتي کي د ايران حکومت ۷۰۰ زره هغه افغان کډوال چي په ايران کي د اوسېدلو قانوني اسناد ئې نه درلودل د د خراسان رضوي د پولي له لاري څخه ئې ايستلي دي.
د خراسان رضوي د پوله ساتو ځواکونو مشر وویلي دي، چي د ایران د سرحدي سیاستونو له مخي هر ډول ناقانونه ورتګ سرغړونه بلل کېږي او سرغړونکي کسان بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.
د يادوني وړ ده چي په وروستیو کي د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیول او اېستلو بهیر خورا په چټکۍ سره روان دئ، چي له يادو هيوادونو په زرګونه افغان کډوال ايستل سوي دي.