ايلان ماسک د ټرمپ اړوند پر خپلو پوسټونو پښيماني څرګنده کړې

ايلان ماسک پر خپله ايکس پاڼه باندي د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه د نشر سوو پوسټونو په اړه پښیماني ښودلې ده.
هغه ليکلي دي:«زه د تېري اونۍ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه د خپلو ځینو پوسټونو څخه پښيمانه یم.»
د دې پښیمانی اعلان د تېري اونۍ د ټرمپ او ماسک ترمنځ د يوې جدي شخړي وروسته راغلی دئ، هغوی د ټولنیزو رسنیو د لاري یو پر بل سختي نيوکي وکړې.
د ټیسلا او ایکس شرکتونو مشر ایلان ماسک د ټرمپ مالیاتي او لګښتونو قانون باندي نيوکه کړې وه او د دې قانون پر ضد ئې ږغ پورته کړی وو. د ماسک په جواب کېښي ټرمپ ويلي، چي د هغه او ماسک ترمنځ اړیکي پای ته رسېدلي دي او ماسک ئې ليونی بللی وو.