اکسپرېس ټربیون په خپل تازه خپاره سوي راپور کي ويلي دي، چي د پاکستان دولت د کډوالۍ اړوند ادارو ته امر کړی، چي د POR د کارټ لرونکو افغان کډوالو د ايستلو لړۍ دي تر هغه وخته پوري ودروي ترڅو د دوی د کارټونو د تمديد اړوند پرېکړه کېږي.
د پاکستان دولت ويلي دي، چي د پي او ار کارټ د تمدید موضوع د فدرالي حکومت تر څېړني لاندي ده، د پاکستان دولت ټولو ادارو او سازمانونو ته سپارښتنه کړې، چي تر وروستۍ پرېکړي دي د ثبت سوو افغان کډوالو د ځورونې یا هغوی سره له ناوړه چلنده ډډه وکړي.
بايد وويل سي، چي په پاکستان کي له ۲.۸ میلیونه ډېر افغان کډوال ژوند کوي چي له دې ډلي شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغان کډوال په دغه هيواد کي د اوسېدني لنډ مهاله کارتونه لري.