ایراني روزونکي حمید موحدي، د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې د روزنکي په توګه خپله دنده پیل کړه

ایراني روزونکي حمید موحدي، د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې د روزنکي په توګه خپله دنده پیل کړه.

یو شمېر ایراني رسنیو خبر ورکړی، موحدي چې د سه شنبې په ورځ کابل ته تللی، د ملي لوبډلې د لوبغاړو د استخدام او انتخاب مسوولیت هم ور په غاړه دی.

په خبر کې راغلي، دغه ایرانی روزونکی به د دوو میاشتو لپاره د افغانستان د ملي لوبډلې مشري وکړي او ټاکل سوې چې د ایران او بنګله‌دېش اسیايي سیالیو ته دا لوبډله چمتو او ملګرتیا یې وکړي. خو د افغانستان د ملي المپیک کمېټې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي