ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کي پانګوني ته لېوالتیا زیاته کړې

ځینو ایراني چارواکو ویلي، د دغه هیواد د کانونو د شرکتونو یوه کنسورشیم د افغانستان په کانونو کي د پانګوني لېوالتیا زیاته کړې.
د ایران د سوداګرۍ خوني مرستیال مشر قدیر قیافه د ایران دولتي رسنیو ته ویلي، په تېرو کلونو کي د افغانستان او ایران ترمنځ په دې باب مذاکرات سوي دي.
د هغه په وینا، پر ایران لګېدلي بندیزونه د ایران او افغانستان ترمنځ پر همکارۍ اغېز کوي او ایران د هغو ضمانت ‌پاڼو په وړاندي کولو کي له ستونزو سره مخامخوي چي په نړیواله صحنه کي ورته اړتیا ده.
ده زیاته کړې، د افغانستان له مخکیني حکومت سره د کانونو په برخه کي ځیني تفاهم ‌لیکونه لاسلیک سوي وه، خو بیا وروسته تعقیب نه سول.
د ایران د سوداګرۍ خوني مرستیال وایي، د افغانستان کانونو ته د داخلېدو لپاره د ایران د کانونو څو شرکتونه یو سوي او د فولادو یو لوی شرکت هم غواړي د افغانستان د کانونو بازار ته داخل سي.