ایراني پانګوالو افغانستان کي پانګوني ته زړه ښه کړی

د ایران یو شمېر پانګوالو د دوشنبې په ورځ د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کي په افغانستان کي پانګوني ته لېوالتیا ښودلې ده.

اقتصادي معاونیت وايي، ایراني پلاوي په افغانستان کي د اوسپني کانونو را ایستلو، د لمریزي برېښنا تولیدولو، سړکونو او اوسپني پټلیو غځولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د صنعتي سیمي جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

په یاده لیدنه کي د ملا برادر له خوا د ایراني پانګوالو د پانګوني هرکلی سوی او پر اړوندو وزارتونو او ادارو ئې ږغ کړی چي، په ذکر سوو برخو کي له یادو پانګوالو سره همکاري وکړي.