ایراني چارواکو ویلي، چي د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کي افغانستان ته د دې هیواد د غیرنفتي صادراتو کچه یو اعشاریه درې میلیارد ډالرو ته لوړه سوې ده

تهران ټایمز ورځپاڼي د ایران د ګمرکونو د ادارې د رییس له قوله راپور ورکړی چي افغانستان په تېرو اوو میاشتو کي د ایران د غیرنفتي تولیداتو پنځم لوی واردوونکی هیواد وو.

په تېره اګست میاشت کي په کابل کي د ایران د سفارت اقتصادي اتشې ویلي وه، د افغانستان په بازارونو کي د ایران د تجارتي حضور د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اړیکي باید د همکارۍ نوي کچي ته لوړي سي.

د اسلامي امارت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېره زمري میاشت کي ویلي وه چي په ۱۴۰۲ لمریز کال کي د افغانستان د صادراتو کچه یو اعشاریه اته میلیارد ډالر او د وارداتو کچه یې اته اعشاریه یو میلیارد دالره وه چي دا د افغانستان د صادراتو او وارداتو ترمنځ شاوخوا ۶.۳ میلیارد ډالره توپیر ښیي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *