د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو اداره وايي چي د راتلونکي لمریز کال له پیل سره سم یوازي شپږ ډوله بهرنیان کولای سي چي په دې هیواد کي پاته سي او ورته به د روغتیايي بیمې او د ملکیت د معاملو په ګډون نوري اسانتیاوي برابري سي.
د دې ادارې عمومي مدیر نادر یاراحمدي په لویه کچه ایران ته د افغان کډوالو د ورتګ خبر ورکړی او ویلي یې دي چي، د کډوالو دا څپه دومره لویه وه چي کنټرول یې د دوی د پوله ساتو لپاره هم ډېر سخت وو.
د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي زیاته کړې ده چي په ایران کي د میشتو ټولو افغان کډوالو سرشمېرنه سوې ده او ورته به د سرشمېرني پاڼي ورکړل سي.
هغه خبرداری ورکړ، کوم افغان کډوال چي دا پاڼه له ځان سره ونه لري غیرقانوني ګڼل کېږي او د ښووني، درملني او بیمې له خدماتو څخه به محروم سي.