ایراني چارواکي وایي، په چابهار بندر کي د هند وسایل بې‌کاره پراته دي

د ایران د ټرانسپورټي شرکتونو د اتحادیې د مشرتابه پلاوي غړی وايي، هندیانو په چابهار بندر کي هیڅ کار نه دی کړی او دې بندر ته راوړي وسایل یې هم بې له دې چي ورڅخه کار واخیستل سي، بې ګټي پراته دي او کار نه کوي.
د چابهار بندر پراختیا د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د تېري دورې پر مهال د امریکا له بندیزونو مستثنا سوې وه، خو د هند د «ایندیا پورټس ګلوبل» شرکت په تېرو لسو کلونو کي په دې بندر کي یوازي ۸۵ میلیون ډالر پانګونه کړې، چي ډېره برخه یې د جرثقیلونو په نصبولو پوري اړه لري.
د ایران لپاره د چابهار ارزښت دا وو چي د بهرنيو مالونو د ټرانزیټ له لاري عایدات لوړ کړي، خو دا هدف تر اوسه د چابهار بندر د نه بشپړیدو او د ریلګاډي لپاره د ریللاري د ناتکمیل پاته کیدو له امله نه دی ترلاسه سوی.
چابهار بندر افغانستان ته نژدې دی او ډېری افغان سوداګر هیله لري چي د پاکستان د بې باوره ټرانزیټي لارو ځای به ورته ونیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *