ایرانی چارواکي وايي، چي د پاکستان په پوله کي یې درې پوله‌ساتي وژل سوي دي

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت چارواکي وايي، چي د پاکستان په پوله کي یې درې پوله‌ساتي وژل سوي دي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له‌مخي، د سیستان او بلوچستان ولایت څارنوال مهدي شمس ابادي وویل، د د پنجشنبې په ورځ ناوخته وسله‌والو کسانو په‌داسي حال کي پر ایراني پوله‌ساتو ټکان کړي چي د هغوی د سپرلۍ موټر د تېلو په یوه ټانک کي ولاړ و.

د دې برید، چي د ایران او پاکستان پولي ته څېرمه په میرجاوه کي وسو، مسوولیت جېش العدل ډلي پر غاړه اخیستی دی.
جېش العدل ډلي په ډير ځله پر ایراني ځواکونو بریدونه کړي دي.