ایران تېر کال ۷۳ افغانان اعدام کړي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان (Hengaw) ویلي دي چي، د ایران حکومت په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کي ۷۳ تنه افغانان اعدام کړي دي.
یاد سازمان د تېر کال په اړه په یوه راپور کي ویلي چي، دا افغانان ځيني يې د کورنۍ په خبرولو او ځيني یې د کورنۍ له خبرولو پرته د یاد هیواد په بېلابېلو زندانونو کي په دار ځړول سوي دي.
په راپور کي راغلي چي، په دغو کسانو کي ډېری یې د نشه يي توکو، قصدي وژنو، قاچاق او ځینو نورو جرمونو په تور په دار ځړول سوي دي.
ایران له دې سره سره چې افغانان یې اعدام کړي له افغان کډوالو سره سخت ظلم کوي هغوی ته شکنجې ورکوي او د کډوالۍ له نړیوالو قوانینو خلاف له هغوی سره بد چلند کوي.