ایران د افغانانو په ګډون ۱۲ تنه اعدام کړي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان د هه‌نګاه اعلان کړی چي ایران د دوو افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان د کرج او قم په زندانونو کي اعدام کړي دي.
د هرانا او هه‌نګاه د راپور له مخي، چي دغه کسان د قتل او نشه‌يي توکو په تړاو په جرمونو تورن وو.
هرانا افغان تبعه د عبدالله تاجک په نوم پیژندلی او زیاته کړې یې ده چي دغه کس د سحرګاه چهاربندي له عاملینو څخه وو.
د ایران د بشري حقونو سازمان د دوشنبې په ورځ د حلش په نوم د ایران په بېلابېلو زندانونو کي د دوو افغانانو په ګډون د اته تنو د اعدام اعلان وکړ.
د ایران د بشري حقونو د سازمان د شمېرو له مخي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کي د دغه هیواد په بېلابېلو زندانونو کي ۶۱ افغانان اعدام سوي دي.
دا په داسې حال کي ده چي په ایران کي د اعدامونو د زیاتوالي په اړه تل د بشري حقونو د سازمانونو له غبرګون سره مخ سوي او د دغه بهیر د بندیدو غوښتنه یې کړې ده.