ایران د فرانسې، بریتانیا او جرمني سفیران احضار کړي دي

راپورونه وایي، پر اسراییل باندي د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه د دوه ګوني چلند له کبله ایران په تهران کي د فرانسې، بریتانیا او جرمني سفیران احضار کړي دي.
دغه هیوادونو پر اسرایيل باندي د ایران د بې پیلوټه الوتکو او میزایلو بریدونه غندلي دي او ایران د یادو هیوادونو دا دریځ نا مسوولانه بللی دی.
د اپریل په ۱۱ نېټه په سوریه کي د ایران پر کونسلګرۍ باندي برید وسو چي پکښي د سپاه پاسدران د ځینو مقاماتو په ګډون اووه تنه ووژل سول، تهران دا د تل ابیب کار بللی و او د غچ اخیستلو ګواښ یې کړی وو.
ایراني مقامات وايي، د شنبې په شپه یې پر اسرایيل باندي د ډرونونو او میزایلو سلګونه بریدونه کړي، اسراییلي چارواکو ویلي، چي د دغو بریدونو ۹۹ سلنه یې خنثی کړي دي.
بل خوا د امریکا ولسمشر جوبایډن بیا ویلي، دي چي د امریکا پوځ د ایران د تقریباً ټولو بریدونو په شنډولو کي له اسرایيل سره مرسته کړې ده.