ایران د ۴ میلیونو غیرقانوني افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه کړې

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز رئيس نادر یار احمدي اعلان کړی، چي د سرشمېرني پاڼو له لغوه کېدو وروسته، په ایران کښي شاوخوا ۴ میلیون او ۱۰۰ زره افغان کډوال غیرقانوني بلل سوي او هغوی ته ئې د چنګاښ میاشتې تر ۱۵مي نېټې پورې وخت ورکړل سوی، چي د ايران خاوره پرېږدي.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخي نادر یار احمدي ویلي، چي په ایران کښي اوس مهال ۶ میلیون او ۱۰۰ زره افغانان ژوند کوي، چي ډېری ئې له قانوني اسنادو پرته دغه هیواد ته ورغلي او د کډوالو لویه برخه جوړوي. هغه زیاته کړې، تر تېر کال پوري په ایران کښي د غیرقانوني افغان کډوالو شمېر ۲ میلیون او ۱۰۰ زره و، خو د تېر کال د کب میاشتې له ۳۰مي وروسته د سرشمېرني پاڼو د اعتبار له ختمېدو سره، ۲ میلیون نور کسان هم غیرقانوني سوي، چي په دې توګه د غیرقانوني کډوالو شمېر ۴ میلیون او ۱۰۰ زرو ته لوړ سوی دئ.
هغه وايي چي د شپږو ډلو پرته، چي د موقت کار اجازه لري، د ټولو افغانانو د سرشمېرني پاڼي باطلې سوي. د هغه په وينا چي غیرقانوني کډوال باید له ایران څخه ووځي.
تر اوسه ط..البانو له خوا په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دئ ښودل سوی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *