ایران له افغانستان سره پر پوله د دېوال او موانع کار پیلوي

ایراني رسنۍ وايي، دغه هیواد پلان لري چي د افغانستان سره پر پوله دېوال او موانع جوړ کړي او د دې کار لپاره بودیجه هم ځانګړې سوې ده.
تر اوسه څرګنده نه ده چي ایران د دې کار لپاره له ا.ا سره همږغي لري او که نه، او نه هم ا.ا تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.
د راپورونو له مخي ایران په ختیځ کي له افغانستان سره پر څه باندي ۳۰۰ کیلومتره پوله او له ترکمنستان سره په شمال او شمال ختیځ کي پر ۵۳۱ کیلومتره پوله د تاسیساتو لګولو پلان لري.
ویل کیږي چي پر پوله څلور متره لوړ کانګریټي دېوال، جال، اغزن سیم او سړکونه به د دریو کلونو په موده کي بشپړ سي.
د ایران سره ځیني وخت پر پوله د طالبانو او ایراني ځواکونو له خوا نښتي او شخړي هم رامنځ ته کیږي خو ویل کیږي چي ایران موانع د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره جوړوي.