ایران وايي، د بې اسناده افغان کډوالو د ورتلو مخه یې نیولې ده

د ایران یوه چارواکي ویلي، چي ایران ته د پولو له لاري د بې اسناده کډوالو ننوتل صفر ته راټیټ سوي دي.
د ایران د انتظامي ځواکونو عمومي قوماندان احمد رضا رادان ویلي، پر پولو به د بې اسناده کډوالو د داخلېدو د مخنيوي لپاره ټول امکانات وکارول سي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخي رادان په یوه کنفرانس کي ویلي، د ایران له پولو د بې اسناده کډوالو د مخنیوي لپاره پرمختللي امکانات کارول سوي دي.
تر دې مخکي د ایران چارواکو ویلي وه، چي له افغانستان سره پر ۳۰۰ کیلومتره پوله د خنډ جوړولو کار پیل سوی او تر اوسه پر ۷۵ کیلومتره پوله دغه خنډونه جوړ سوي دي.
ایران په وروستیو کي د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج چټک کړی دی.