د ایران د مځکنیو ځواکونو قوماندان کیومرث حیدري ویلي، چي له افغانستان سره پر پوله د ۵۰ کیلومتره دیوال جوړولو کار بشپړ سوی دی.
کیومرث هیله څرګنده کړه چي د روان لمریز کال تر پایه به د ۱۰۰ کیلومتره سرحدي دېوال جوړول چي د ایران چارواکي یې د شمال ختیځو پولو بندول بولي، بشپړ سي.
هغه د دې پروژې بېلابېلو پړاوونو ته په اشاره ویلي، د ایران او افغانستان پر پوله به د ۳۰۰ کیلومتره دېوال جوړول درې کاله وخت ونیسي.
د ایران دغه قوماندان د دې طرحي اجرا، په ایران کي د امنیت د ټینګښت لپاره مهمه بللې ده.
د ایران یوه پوځي قوماندان مخکي ویلي وه چي د پرمختللو امکاناتو کارول د دې سبب سوي، چي د ایران له پولو د ده په وینا د غیرمجاز کډوالو ننوتل صفر ته راکم سي.
ایران په وروستیو کي د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج چټک کړی دی.