دا خبر د فرانسې خبري اژانس ورکړی، چي تر اوسه پهدې اړه نور جزیات نهدي خپاره سوي.
بل پلو، پر ایران د اسراییلو د ځوابي هوايي بریدونو په غبرګون کي د بریتانیا صدراعظم کییرسټارمر ویلي، ایران باید دې بریدونو ته ځواب ور نهکړي.
د رویترز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، سټارمر له ښکېلو خواو غوښتي چي له زغم څخه کار واخلي.
د اسراییلو پوځ نن سهار د ایران پر یوشمېر پوځي اهدافو ځوابي هوايي بریدونه وکړل.
دا بریدونه وروسته له هغه دي، چي ایران تېره میاشت په لسګونه بالستیک توغندي پر اسراییلو توغولي وه.
د اسراییلو پوځ ویلي، پر ایران د دوی ځوابي بریدونه پای ته رسېدلي او ایران د دوی پر درې ښارونو د اسراییلو بریدونه تایید کړي وه.
د رویترز خبري اژانس د راپور پر بنسټ ایران ویلي، هوايي مدافع سیستم يې دا بریدونه دفعه کړي، خو ځینې سیمې يې زیانمني کړي دي.