ایران په دغه هیواد کي یو بل افغان اعدام کړی دی

د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چي د ايران اسلامي جمهوریت د قزل حصار په زندان کي د یوه افغان او یو کرد په ګډون څلور کسان اعدام کړي دي.
دغه سازمان د چهار شنبې په ورځ په یوه راپور کي ويلي، چي دغه بندیان مخکي د نشه يي توکو اړوند جرمونو او قصدي وژني په تور په اعدام محکوم سوي وه.
تر اوسه د دغه افغان وګړي هویت نه دی په ډاګه سوی.
ایران تر دې مخکي د څلورو افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ بندیان اعدام کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د ایران له خوا اعدامونو دا بهير د اندېښنې وړ بللی دی.