د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو تر غوښتني وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له واشنګټن سره د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خوا د اپریل په شپږمه په خپره سوې اعلامیه کي، عباس عراقچي ویلي، چي تهران چمتو دی له واشنګټن سره غیر مستقیمي خبري وکړي.
د هغه په وینا، ایران ځان د ټولو ممکنه یا احتمالي پیښو لپاره چمتو ساتي، او لکه څنګه چي په ډیپلوماسۍ او خبرو اترو کي جدي دی، د خپلو ملي ګټو او حاکمیت په دفاع کي به هم قاطع او جدي وي.
د عراقچي څرګندوني درې ورځي وروسته له هغه راغلي چي ټرمپ له تهران سره د مستقیمو خبرو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چي دا ډول خبري به ګړندۍ وي او د منځګړو کارولو په پرتله به غوره تفاهم چمتو کړي.