ایران یو ځل بیا دوه افغانان اعدام کړي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چي دوه تنه افغان اتباع د شیراز په زندان کي اعدام سوي دي.
دغه سازمان راپور ورکړی چي دغه دوه کسان، علي‌الله بخش او افضل‌الله بخش نومېدل او د یکشنبې په ورځ د شیراز په عادل آباد زندان کي اعدام سوي.
علي او افضل سره نږدې خپلوان بلل سوي او درې کاله وړاندي د مخدره موادو اړوند جرمونو په تړاو بندیان سوي وه.
ایران یو له هغو هیوادونو څخه دی چي د اعدامونو کچه پکښي لوړه ده او له همدې امله د بشري حقونو د ډلو له خوا ورباندي نیوکي کیږي.
ا.ا تېر کال ویلي وه چي په ایران کي اوه زره افغانان بندیان دي، خو دا نه ده څرګنده، چي څومره یې په اعدام محکوم سوي دي.