ای‌پي‌اېل کي له افغان لوبغاړو یوازي «راشد خان» له بولۍ پرته ګجرات تیتانز لوبډلي له ځان سره ساتلی دی

هندي رسنیو ویلي، د هند سوداګریز لیګ «ای‌پي‌اېل» کي له افغان لوبغاړو یوازي «راشد خان» له بولۍ پرته ګجرات تیتانز لوبډلي له ځان سره ساتلی دی.

اینډیا ټوډې ورځپاڼي ویلي چي راشد خان ‏په ای‌پي‌اېل ګجرات له بولۍ پرته د ‏۱۵ کروړه هندي روپیو په بدل کي ځان سره ساتلی دی.

باید وویل سي چي ګجرات لوبډلي د راشد خان سربېره څلور نور لوبغاړي هم ‏لکه شوبمن ګېل، تي‌واتیا او راهول هم له بولۍ پرته له ځان سره ساتلي دي.‏

له ګجرات سربېره ممبی لوبډلي هم پانډیا، روهېت، سوریاکمار او بومرا له ځان سره ساتلي دي.

خان ګجرات لوبډلي سره د درې کلن تړون له مخي یو کال نور هم لوبېږي.‏

تېر کال د د یاد لیګ اتلولي د افغان لوبغاړي رحمن‌الله ګربز لوبډلي کلکتې وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *