اېرف رسنۍ: ايران کښي د افغان کډوالو قصدي ځورول اوس هم دوام لري

اېرف رسنۍ په خپل خپاره سوي راپور کښي ويلي دي، چي د ايران په ښارونو کښي اوس هم د ايراني وګړو له خوا د افغان کډوالو ځورول، وهل او ټکول دوام لري.
د رسنيو د راپور له مخي د ايران په يزد ښار کښي د وسلوالو له خوا افغان کډوال وهل سوي او ژوبل سوي دي.
دغې رسنۍ ليکلي چي د افغان کډوالو سره دا ډول چلند کول يو تبعضي چلند دئ او په وينا ئې چي دغه چلند‌ د هر ډول نړۍوالو اصولو، قوانينو او بشريت خلاف عمل دئ.
تر يادي پېښي دوه ورځي وړاندي په ټولنيزو رسنيو کښي هم د هغه افغان ماشوم ويډيو خپره سوې وه، چي پکښي ښکاري چي دوه ايراني وګړي د هغه افغان ماشوم د وژلو هڅه کوي، چي پر بايسکل سپور وو.
د بشر حقونو پوهان وايي، چي د ايراني وګړو دغه چلند د بشريت خلاف دئ او د ايران حکومت بايد هڅه وکړي، چي د‌‌ دوي مخه ونيسي.
بايد ويل سي، چي د افغان وګړو سره په ايران کښي دا چلند پر داسي مهال کېږي، چي د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چي د ټولو افغان کډوالو د سرشمېرني پاڼي لغوه سوي دي او د چنګاښ له ۱۵مي نېټې وروسته ټول غیرقانوني کډوال باید له ایرانه ووځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *