ا….ا د امریکا د استخباراتي ادارو د ارزونو وروستی کلنی رپوټ رد کړ

ا….ا د افغانستان په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو د ارزونو وروستی کلنی رپوټ رد کړ او هغه یې خلکو ته د اندېښنو اچولو هڅه بللې ده.
د ا….ا عمومي ویاند ښاغلی مجاهد وايي، له داسي رپوټونو سره هڅه کېږي چي نړیوالو ته د افغانستان ناسم تصویر وړاندي سي.
د امریکا د استخبارتي ټولني په کلني راپور کي چي په دې وروستیو کي خپور سوی ویل سوي وه، چي طالبان د خپل مذهبي حکومت د پیاوړتیا، د مخالفینو د ځپلو او پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګولو په حال کي دي.
راپور زیاته کړې وه چي د سیمي ځواکمن هیوادونه به په افغانستان کي د ستونزو پر کمولو تمرکز ته دوام ورکړي او د طالبانو د رسمیت پېژندلو غوښتني په اړه به په احتیاط ګام واخلي.