د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه ليکلي، د ماليې وزارت مقام ډاډ ورکړی چي د رواني سلواغې میاشتي په ترڅ کي به د ټولو یو میلیون او ۴۰ زره دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړل سي او هیڅوک دي په دې اړه تشویش نه کوي.
هغه زیاته کړې چي د هیواد بودیجه داخلي بنسټ لري، په بهرنیو مرستو پوري اړه نه لري.
دا په داسي حال کي ده چي په تیرو دوو اوونیو کي د امریکایي ډالر پر وړاندي د افغانیو ارزښت د پام وړ کم سوی دی او د امریکا د بهرنيو مرستو له ځنډېدو سره د خلکو په منځ کي اندېښنې زیاتي سوي دي.
په همدې حال کي د افغانستان بانک نن ویلي، چي د ډالر پر وړاندي د افغانۍ ارزښت بېرته لوړ سوی او پخواني حالت ته راګرځېدلی دی.