ا.ا وايي، له هند سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر وکرم مسري سره پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبري کړي.
دا په ۲۰۲۱کال کي د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسي د دواړو اړخونو تر ټولو د لوړي کچي لیدنه بلل سوې.
بهرنيو چارو وزارت ویلي، امیرخان متقي د هند له بشردوستانه مرستو څخه مننه کړې او زياته کړې یې ده چي د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخي غواړي چي د سیمي د یو مهم او اقتصادي هیواد په توګه له هندوستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکي پیاوړي کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت له وکرم مسري سره د متقي لیدنه مهمه بللې او ویلي یې دي اړتیا ته په پام سره، پریکړه وسوه چي هند به په نژدې راتلونکي کي په پرمختیايي پروژو کي پر ښکېلتیا غور وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ا.ا د هند امنیتي اندېنښنې درک کړي او دواړو لورو هوکړه کړې چي د بیلابیلو کچو چارواکي به د ګډي همکارۍ لپاره ناستي رواني وساتي.
د هند او د طالبانو د اړیکو غوړېدل د ګاونډي پاکستان لپاره د اندېښنې وړ دي او د دغه هیواد ځینو سیاسیونو پر دې اړیکو سختي نیوکي کړي دي.