ا.ا وايي، د داعش او نورو ترهګرو ډلو غړي په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کي د ځینو جریانونو په غیر مستقیم ملاتړ سره میشت سوي دي.
د ا.ا د امنیتي چارو او پاکوالي مرکزي کمیسیون د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کي پاکستان د داعش په ملاتړ تورن کړی.
راپور ادعا کوي چي په افغانستان کي د فتنې او فساد پروژه په بشپړه توګه ځپل سوې ده، خو د دې غورځنګونو ځینو مشرانو د پاکستان په غیر مستقیم ملاتړ سره بیا تنظیم کول پیل کړي دي.
که څه هم په دې راپور کي د داعش نوم په مستقیم ډول نه دی یاد سوی، خو د ا.ا له خوا کارول سوي رسمي ادبیاتو کي، داعش او نوري مخالفي ډلي معمولا “شرارت، پروژه او فتنې” بلل کیږي.
ا.ا وايي، دوی باوري معلومات لري چي ښيي د دې ډلو غړي د ځینو اسیایي او اروپایي هیوادونو څخه نوي ګمارل سوي ځواکونه د کراچۍ او اسلام اباد د هوایي ډګرونو له لاري په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو کي خپلو مرکزونو ته لیږدوي.