د ا.ا ویاند د پاکستان د دې ادعا په ځواب کي چي امریکایي وسلې د پاکستان د امنیت پر ضد کارول سوي ویلي چي ټول پوځي تجهیزات او وسلې په افغانستان کي خوندي دي.
د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چي ټولي وسلې او پوځي تجهیزات ډیپو سوي، په خوندي ډول ساتل کیږي او هیچا ته اجازه نسته چي له دې وسلو او پوځي تجهیزاتو څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مخکي ویلي وه چي په افغانستان کي د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د امریکا پوځي تجهیزات د اسلام اباد مخالفو ډلو لاس ته لویدلي او د پاکستان پر ضد کارول کیږي.
دغه وزارت ویلي وه، چي په افغانستان کي پرمختللي امریکایي تجهیزات د پاکستان او د هغه د اتباعو د امنیت لپاره جدي اندیښنه ګرځیدلې ده.
دا اندیښنه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا په افغانستان کي د هیواد د پاته وسلو په اړه د جنجالي څرګندونو وروسته راپورته سوه.