بامیان کي چاودني ۲ کسان وژلي

د بامیان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چي، د یاد ولایت په سیغان ولسوالۍ کي د ډبرو سکرو په یوه کان کي د چاودني له امله دوه کسان وژل سوي دي.

یاد دفتر په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، چاودنه پرون په خواجه ګنج کلي کي پر کارګرو د کار پر مهال سوې ده.

دغه دفتر نور معلومات نه دي ورکړي چي، دا پېښه ولي رامنځ ته سوې؛ خو تر دې مخکي دا ډول پېښي د غیر معیاري کان کیندنو له امله له رامنځ ته سوي دي.